Home » افغانستان » سېګار: پر افغان رسنيو لګېدلي بنديزونه اندېښمنوونکي دي

سېګار: پر افغان رسنيو لګېدلي بنديزونه اندېښمنوونکي دي

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې مفتش يا سېګار په دې وروستيو کې د سرپرست حکومت له لوري د افغانستان پر کورنيو رسنيو د بنديزونو لګولو له امله اندېښنه ښودلې.

دې ادارې نن دوشنبه د (چنګاښ په ۱۴مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره پر افغان رسنيو بنديزونه لګوي او د دې ترڅنګ ورته محدودوونکې لارښوونې هم کوي.

سېګار زياته کړې، د طالبانو له لوري د محدودوونکو لارښوونو پربنسټ رسنۍ هغه څه نشي خپرولی چې د دوی د اصولو او قوانين خلاف وي.

سېګار وړاندې زياته کړې، چې د يادو محدوديتونو په ترڅ کې رسنۍ طالبانو ته د ترهګرو کليمې له کارولو او بهر ته د تګ لپاره د ځوانانو له هڅولو منعه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو سره په افغانستان کې له سلو زياتو چاپي، غږيزو او انځوريزو رسنيو خپل فعاليتونه د بېلابېلو دلايلو له مخې چې عمده هغه يې مالي ستونزې دي، درولي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...