د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګار خبر ورکړی، چې د افغانستان مخکيني وسلهوالو ځواکونو يو شمېر غړي په وروستيو کې د مقاومت له جبهې سره يو ځای شوي دي.
سېګار دا خبر د امريکا د دفاعي استخباراتو په حواله ورکړی او ويلي يې دي، چې د مخکينيو نظاميانو يو شمېر هغه يې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې په صف کې درېدلي دي.
له دې سره د مقاومت جبهې د بهرنيو اړيکو مسوول علي ميثم نظري هم د سېګار دغه تازه خبر تائيد کړی دی او په دې اړه يې خپل ټوېټر کې لېکلي، چې پخواني نظاميان د مقامت جبهې د ملا تير تشکيلوي.
نوموړي ټينګار کړی چې د مقاومت جهه په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت، ازادۍ او دغه راز د عدالت د تامين يوازېنی ادرس دی.
په فغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري دولت له نسکورېدو سره، د دغه نظام وسلهوالو ځواکونو اکثره غړي بې روزګاره شول او ځيني يې بيا په سختو قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته تللي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس