Home » افغانستان » سېګار: افغانستان کې د روغتيايي متخصصانو کمښت مخ پر زياتېدو دی

سېګار: افغانستان کې د روغتيايي متخصصانو کمښت مخ پر زياتېدو دی

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړی سرمفتش يا سېګار وايي، افغانستان له کلونو راهيسې د روغتيا سکټور د مؤثرو فعاليتونو وړاندې کولو په برخه کې د متخصصانو له کمښت سره دی.

دې ادارې پرون ‌شنبه د (کب په ۲۱مه) خپل ټوېټر کې ويلي، د افغانستان روغتيا سکټور په تېر ۲۰۱۸ زېږديز کال کې ۱۰زره کسانو ته د خدماتو د وړاندې کولو په موخه ۲۳ تنه ډاکټران او نرسان لرل. د سېګار د راپور پر بنسټ، دې شمېر روغتيا پالانو د نفوسو ۶/۴ سلنې برخې ته ځواب وايه.

په راپور کې ويل شوي، د مخکيني حکومت له پرځېدو سره روغتيايي کارکوونکو ته د معاشونو نه ورکړه او منيت په تړاو دوی ته د ډاډ نه موجوديت او کار ته د يادو کارکوونکو نه لېوالتيا له امله ښايي په افغانستان کې د روغتيايي متخصصانو د کمښت ګراف ښايي نور هم لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان دا مهال د کرونا ويروس ترڅنګ په روغتيايي برخو کې له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دی او په لرې پرتو سيمو کې د ځينو دولتي روغتونونو خدمات د امکاناتو نشتوالي له امله په هېڅ حساب دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...