Home » افغانستان » سکات میلر: د خپلو اډو په خالي کولو مو پیل کړی
رویداد خبري آژانس
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر

سکات میلر: د خپلو اډو په خالي کولو مو پیل کړی

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي چې دوی په افغانستان کې د خپلو اډو خالي کول پیل کړي دي او خالي کېدونکي اډې به افغان ځواکونو ته وسپاري.

میلر زیاته کړې چې که چېرته افغانستان سولې ته هم ورسېږي، دوی ته امر شوی دی چې دغه هېواد پرېږدي او ووځي.

نوموړي دغه راز ویلي چې طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري او د دغې ډلې له لوري یې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه ویلي چې د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې پروسه اغېزمنوي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د تاوتریخوالي دوام ټوله سیمه له ګواښ سره مخ کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...