Home » افغانستان » سټیفانو پونتېکورو: ناټو له افغانستان سره اوږدمهاله اړیکو ته ژمن دی
رویداد خبري آژانس

سټیفانو پونتېکورو: ناټو له افغانستان سره اوږدمهاله اړیکو ته ژمن دی

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی یو ځل بیا ټینګار کوي چې دغه ائتلاف له افغانستان کې سره اوږدمهاله اړیکو ته ژمن دی

سټیفانو پونتېکورو پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې ناټو ائتلاف په افغانستان کې د اړیکو د نوي فصل په پرانیستو سره د “زړه‌ورو افغان ځواکونو” ملاتړ ته ژمن دی.

ښاغلي پونتېکورو دا خبره وروسته له هغه پر ټويټر لیکلې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پرون یکشنبې ورځ (د غویي ۱۲مه نېټه) د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتېکورو سره ولیدل.

د ملي امنیت شورا پر ټویټرپاڼه لیکلي چې دواړو لورو په دې کتنه کې د ناټو او افغانستان د خپلمنځي اړیکو ټينګولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو یوه لوړپوړي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې له افغانستانه د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو وتل د مې په لومړۍ نېټه پیل شوي دي.

د امریکا ولسمشر مخکې اعلان کړی چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړ کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...