د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د پوځ په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
عیني شاهدانو ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
دغه هوايي بریدونه شنبه سهار وختي خرطوم کې د نیل سیند پورې غاړه د ‘ام درمان’ ښار په دارالسلام ناحیه کې شوي.
د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (ار اېس اېف) په نوم ملېشه له اپرېل راهیسې پر خرطوم د کنټرول لپاره خپلو کې جګړه کوي.