Home » سیمه او نړی » سوډان کې د واک پر سر جګړه؛ خلک د سر خوندي کولو په لټه کې دي

سوډان کې د واک پر سر جګړه؛ خلک د سر خوندي کولو په لټه کې دي

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پنځو پرلپسې ورځو د جګړو په دوام، ځایي خلک د سر خوندي کولو په هڅه کې دي.

دا مهال جګړه د پلازمینې په مرکزي سیمو کې روانه ده، چې ګڼ خلک په کې اوسېږي. هلته د یوې درنې چاودنې وروسته د خلکو وېره لا ډېره شوې.

د سوډان د پوځ او چټک غبرګون د ځواکونو (آر اېس اېف) ملېشو تر منځ د درنو او سپکو وسلو جګړه ورځ تر بلې په سختېدو ده او په خرطوم کې یې د ولسي خلکو ژوند سخت ننګولی.

د وسله والو ځواکونو جېټ الوتکې د هوا له لارې د چټک غبرګون د ځواکونو (آر اېس اېف) مورچې په نښه کوي او په لارو او کوڅو کې هم له بېلابېلو وسایلو څخه په استفادې یې د جګړو ډګر تود ساتلی.

ملګرو ملتونو لږ تر لږه د ۲۰۰ کسان د وژل کېدو پخلی کړی او په سیمه کې د جګړې له کبله مرستندویه کارونه ته پاملرنه سخته شوې.

له دې ناامنیو سره په خرطوم کې مېشت بهرني دیپلوماتان او سفارتونه له هرې ممکنې لارې د وتلو هڅه کوي.

سوډان کې شخړې وروسته له هغې پیل شوې چې له لنډ مهاله پوځي حکومت څخه ملکي حکومت ته د واک د سپارلو طرحه وړاندې شوه.

د سوډان دوه لوړ پوړي چارواکي دغه هېواد کې د واک د ترلاسه کولو لپاره د یادې پیل شوې مبارزې او جګړې مشران دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...