Home » سیمه او نړی » سوریه کې پر ایراني بېړۍ برید شوی
رویداد خبري آژانس

سوریه کې پر ایراني بېړۍ برید شوی

د ایران العالم ټلوېزیون د راپور له مخې، هغه تېل وړونکې بېړۍ د دوی ده چې پرون شنبه (د غویي ۴مه نېټه) سوریه کې برید پرې شوی دی.

دا د هغو درېیو ایراني بیړیو یوه ده چې څه موده وړاندې د تېلو دغه ترمینل ته لېږل شوې وې.

د سوریې دولتي خبري اژانس سنا د هغه هېواد د چارواکو په حواله وایي، امکان شته چې دا بېړۍ دې د لبنان له اوبو په بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي وي.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې بریتانیا کې دی ویلي، تر اوسه معلومه نه ده چې دا حمله چا ترسره کړې؟ هغه حمله چې مرګ ژوبله نه لري.

د دغه سازمان مشر رامي عبدالرحمان فرانس پرېس ته ویلي، نه پوهېږي چې دا برید اسرائیل کړی او که نه؟

ایراني چارواکو هم د پیښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...