يو شمېر هغه افغان سوداګر چې بهر ته د افغانستان زعفراڼ صادروي وايي، چې د تېرې مودې په پرتله د افغانستان زعفراڼو په خرڅلاو کې کموالی راغلی دی.
دوی ويلي، چې له يوې خوا په افغانستان کې د زعفراڼو د توليد کچه ټيټه شوې او له بلې خوا هوايي د دهليزونو له بندېدو سره، بهر ته د زعفراڼو صادرات کم شوي دي. د سوداګرو په خبره دا ستونزې د دې سبب شوي چې د زعفراڼو پير او پلور اغيزمن شي.
سوداګرو ويلي، چې په تېر کې د يوه کېلو زعفراڼو بيه له ۱لک تر ۱نيم لک افغانيو وه؛ خو اوس شکايت کوي چې په کورنيو بازارونو کې دا بيې هم را لوېدلي دي.
د افغانستان زعفراڼ له تېرو څو کلونو راهیسې په نړیوال بازار کې لومړی مقام لري، خو د بېلابېلو ستونزو له امله د دې توليداتو خرڅلاو ته زيان رسېدلی دی.
سوداګر له حکومت غوښتنه کوي چې د زعفراڼو د توليد هڅونې ترڅنګ دې، بهر ته د يادو توليداتو په صادرلو کې هم لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.