د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزیپ بوریل ویلي، په سودان کې د دغې ټولنې سفیر خرطوم کې پخپل کور کې تر برید لاندې راغلی دی.
بوریل د پېښې نور جزییات نه دي ورکړي، خو د اروپايي ټولنې ویاند ویلي سفیر روغ رمټ دی.
بوریل ټینګار کړی چې په سودان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ، دیپلوماتانو او کارمنانو امنیت د سوداني چارواکو پر غاړه دی.
ایرلنډی ایدان اوهارا له ۲۰۲۰ کال راهیسې په سودان کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه پاتې شوی.
په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو او سوداني پوځ ترمنځ نښتې لا هم روانې دي او نړیوالو ولسي وګړو ته د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.
د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې په سوډان کې د نښتو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې دوه سوو ته رسېدلی دی.
رویټرز خبري آژانس د وژل شویو شمېر ۱۸۵ او د ټپیانو ۱۸۰۰ تنه یاد کړی دی.