يو شمېر رسنيو د ځينو حکومتي سرچينو په حواله خبر ورکړی چې د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي غړی سهېل شاهين په قطر کې د ط.البانو سياسي دفتر مشر په توګه ټاکل شوی دی.
په راپورونو کې ويل شوي چې په خپله سهېل شاهين هم د نوموړي ګمارنه تائيد کړې او ويلي يې دي چې د سياسي دفتر د رياست ترڅنګ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته هم نوماند دی.
نوموړی پر دې سربېره چې د قطر سياسي دفتر غړی دی، له دې وړاندې يې د نوموړي دفتر د وياند او په افغانستان کې د وخت له حکومت سره د طالبانو مرکچي پلاوي غړی هم و.