Home » افغانستان » سلام رحيمي: له اوسني تاريخي فرصت په استفادې دې د ګډ کار زمينه برابره شي

سلام رحيمي: له اوسني تاريخي فرصت په استفادې دې د ګډ کار زمينه برابره شي

د مخکېني حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزير او ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي وايي، دامهال افغانانو ته په هر اړخيزه توګه تاريخي فرصت په لاس ورغلی چې خبره يې په هېڅ صورت بايد ضايع نه شي.

نوموړي پرون سې‌شنبه د (کب په ۳مه) د رئيس‌الوزرا له دويم مرستيال عبدالسلام حنفي سره په ليدنه کې ويلي، اوسنی تاريخي فرصت چې افغانانو ته په لاس ورغلی، بايد ترې داسې ګټه پورته شي چې له مخې ټول افغانان هوساينې ته د رسېدو لپاره ګډ کار وکړي.

د حنفي له دفتر څخه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د رئيس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هېواد ته عبدالسلام رحیمي په بېرته راګرځېدو خوښي وښوده او ډاډ يې ورکړ، چې افغانستان د افغانانو ګډ کور دی او ټول په هېواد کې د سوله‌ییز ژوند حق لري.

حنفي دغه راز له ټولو هغو کسانو چې هېواد یې پرېښی وغوښتل، څو بېرته راستانه او د وطن د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...