د سعودي عربستان په جده ښار کې د غیر مسلمانانو پر یوه هدیره چاودنه شوې، د سعودي عربستان رسني وايي چې دا چاودنه په داسې مهال کې رامنځته شوه چې هلته د لومړۍ نړیوالې جګړې د قربانیانو د درناوي کلني مراسم روان و.
په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په جده کې د غیر مسلمانو په یوه هدیره کې د قربانیانو د درناوي کلني په مراسمو کې د فرانسې په ګډون څو نور قونسلرانو برخه درلوده، یاد چارواکی وايي چې د ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکيو د چاودنې په پایله کې څو تنه ټپیان شوي.
د فرانسې بهرنیو چارو وزارت یاد برید غندلی دی.
دغه برید پداسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتونونه هغه وخت جنجالي شول چې یو فرانسوي ښوونکي د بیان د ازادۍ د تدریس په ترڅ کې دغه ډول یو کارتون زده کوونکو ته وښود.
تر دې دمه د یاد برید مسولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.