Home » سیمه او نړی » سعودي عربستان دوه کسان د ترهګرۍ په تور اعدام کړل
سعودي عربستان

سعودي عربستان دوه کسان د ترهګرۍ په تور اعدام کړل

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د شنبې په ورځ یې دوه کسان د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تور اعدام کړي دي.

د اعلامیې له مخې، فاضل صفواني او جواد قریریص پر امنیتي ځواکونو د ډزو او په یوه بهرني ترهګریز سازمان کې د غړیتوب په ګډون پر یو شمېر جرمونو محکوم شوي وو.

د بشري حقونو یوه سازمان ویلي، چې له دغو کسانو څخه یو یې د قانوني عمر تر پوره کېدو مخکې نیول شوی و.
ماريا نيازۍ

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تاجکستان؛ له افغانستان سره پر ګډه پوله د ګډ بازار جوړولو وړاندیز کړی

د تاجکستان سفیر سعدي شریفي ...