Home » سیمه او نړی » سعودي تر یو کال پورې له پاکستان څخه د تېلو پیسې نه غواړي

سعودي تر یو کال پورې له پاکستان څخه د تېلو پیسې نه غواړي

د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي، چې دغه هېواد پرون (دوشنبې، د سلواغې ۱۵مه) د سعودي عربستان له پراختیایي صندوق سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې دې هېواد ته اجازه ورکوي، چې تر یوه کال پورې سعودي عربستان ته د تېلو د وارداتو لپاره ۱.۲ میلیارد ډالره ورنه کړي.

دغه تړون د پاکستان د صدراعظم، شهباز شریف او د سعودي عربستان د پراختیایي صندوق د اجراییوي مشر، سلطان بن عبدالرحمن المرشد، ترمنځ لاسلیک شوی دی.

بلخوا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د تېلو د وارداتو د تمویل په برخه کې د دغې اسانتیا هرکلی کړی اوزیاته کړې یې ده چې دغه اقدام به د پاکستان د اقتصاد له ثبات سره مرسته وکړي او مالي فشارونه به کم کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...