Home » افغانستان » “سرپرست حکومت مسکو کې يوه ډيپلوماټ ته د سفارت مسووليت سپارلی”

“سرپرست حکومت مسکو کې يوه ډيپلوماټ ته د سفارت مسووليت سپارلی”

د روسيې ټاس خبري اژانس د افغان سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د افغانستان سرپرست حکومت لوري مسکو کې د افغانستان سفارت يو برحاله ډيپلوماټ، د شارژدافېر په توګه ګمارل شوی دی.

په راپور کې ويل شوي چې نوموړی ډيپلوماټ جمال غروال نومېږي او د اسلامي امارت له لوري مسکو کې د افغانستان سفارت ته د شارژدافېر په توګه ټاکل شوی.

ټاس اژانس په خپل راپور کې زياته کړې، چې غروال به په نږدې ورځو کې په مسکو کې د افغانستان سفارت ټول مسووليت په غاړه واخلي او عملا به د شارژدافېر په توګه خپله دنده پيل کړي.

له دې څو ورځې وړاندې روسيې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري يوه ورلېږل شوي ډيپلوماټ اعتبارنامه هم ومنله او دغلته يې د افغانستان په سفارت کې دنده پيل کړه.

دا په داسې حال کې ده چې پرون دوشنبه د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي ويلي، چين هم ډاډ ورکړی چې په بيجينګ کې د افغانستان سفارت به د اسلامي امارت له لوري نوي ګمارل کېدونکي ډيپلوماټان ومني.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...