Home » سیمه او نړی » سردار بردي محمدوف د ترکمنستان ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

سردار بردي محمدوف د ترکمنستان ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

د ترکمنستان د ټاکنو کمېسيون نن سې‌شنبه د (کب په ۲۴مه) په دې هېواد کې د ترسره شوو ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې.

د يادو پايلو پر بنسټ، سردار بردي محمدوف په ټاکنو کې د کارول شوو رايو ۷۲ سلنه خپلې کړې او په توګه د ټاکنو کمېسيون له لوري د ترکمنستان د ولسمشريزو ټاکنو بريالی نوماند او منتخب ولسمشر اعلان شو.

نوموړی د اوسني ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف زوی دی او په اوسنيو ټاکنو کې يې له ۸ نورو سيالانو سره سيالي کوله.

دغه ټاکنې دوې ورځې وړاندې د يک‌شنبې په ورځ ترسره شوې او په کې نږدې ۳ ميليونه پر شرايطو برابرو کسانو رايې وکارولي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...