د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د امريکا په شمول له ټولې نړۍ سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې د خپلو ټولو ژمنو عملي کولو ته ژمن دی.
نوموړي بېګاه شپه د امريکا له CNN ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، دا مهال حکومت ډيپلوماسۍ ته لومړيتوب ورکړی او له همدې کبله امريکا ته د دښمن په سترګه نه ګوري. نوموړي ويلي چې د فعالې ډيپلوماسۍ، نړيوالو اصولو او د هغو ژمنو په چوکاټ کې له امريکا او نړۍ سره د سالمو اړيکو غوښتونکي دي، چې د حکومت له نيولو وړاندې يې له نړيوالو سره کړي دي.
حقاني زياته کړې چې حکومت په دوحه کې له امريکا سره د شوې هوکړې مواردو ته ژمن دی او په چوکاټ کې به يې ټول فعاليتونه تنظيم شي.
نوموړي د ميرمنو د کار مسئلې په اړه د سياېناېن دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا د افغانستان په اوسني حکومت کې ميرمنې د کار حق لري؟ ويلي، د ميرمنو له کار سره نه يوازې دا چې مخالفت نشته، بلکې په خبره يې په ډاډ زړه د شرعيت په اصولو کې د کار کولو حق لري.
حقاني د نجونو د زدکړو په اړه واضېح کړې، چې په نږدې راتلونکې به په دې اړه ښه زېری رامخته شي؛ خو زياتوي چې په دې موخه حکومت د يوه ميکانېزم پر جوړولو کار پيل کړی او د دغه ميکانېزم له بشپړېدو سره به ژر د نجونو ښوونځي بېرته پرانيستل شي.
نوموړي ويلي چې اسلامي امارت د رهبرۍ او کابينې په کچه د نجونو له زدهکړو سره هېڅ مخالفت نه شته او دغه چاره يوازې د دويم امر لپاره ځنډول شوې ده.
اسلامي امارت که څه هم د نجونو د ښوونځيو بندولو په برخه کې تل د ميکانېزم او طرحې جوړولو خبره کړې، خو داسې قانع کوونکی دليل تر اوسه نه لري چې د نجونو ښوونځيو تړل مجاز کړي.
عام خلک دغه کار د ولس د ارادې خلاف عمل بولي او له سرپرست حکومت غواړي چې په يوه او بله پلمه دې د نجونو د زدهکړو پر حق سترګې نه پټوي.