د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، چې وسلهوالو طالبانو د روژې په رارسېدو سره نه یوازې د سولې هڅې ګړندۍ نه کړې، بلکې افغانوژنې ته یې دوام ورکړی.
ستانکزي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،، طالبانو د افغانوژنې لړۍ داسې مهال جاري ساتلې، چې له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو بهیر پیل شوی دی، خو په خبره یې چې بریا په جګړه کې نه، بلکې د ولس په هوساینه کې ده.
معصوم ستانکزي دا خبرې داسې مهال کړې، چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ویلي وو، چې طالبانو یوازې په یوه اونۍ کې پر افغانانو ۸۷۰ بریدونه کړي.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي که طالبان سوله ونه کړي، امریکا به له جمهوریت غوښتونکو افغانانو سره ودرېږي.
خلیلزاد په یولړ ټویټونو کې ویلي، ” که طالبان د راتلونکې اجماع او جوړجاړي پر بنسټ سوله غوره نه کړي، نو موږ به له هغو افغانانو سره ودرېږو چې د جمهوریت د ساتلو لپاره هڅې کوي. د جمهوریت سیاسي یووالی اړین دی”.
په افغانستان کې ځینې مدني شبکې هم د روژې په میاشت کې د طالبانو بریدونه ډېرشوي ګڼي او په خبره یې چې وسلهوالو طالبانو په ولس کې د وېرې خپرولو په خاطر هدفي وژنې زیاتې کړې او له امنیتي ځواکونو سره د جګړو په ډګر کې د ملکي وګړو له کورونو د مورچلو په توګه استفاده کوي.
په عین حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بیا روانه جګړه پر دوی تپلشوې ګڼي او زیاتوي چې د دوی همېشنی موقف د جګړې پرځای د خبرو له لارې د ستونزو حل کېدل دي.