Home » افغانستان » سبا د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي

سبا د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د دغه هېواد يوې باوري حکومتي سرچينې په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پلاوی د سې‌شنبې په ورځ کابل ته لاړ شي.

ورځپاڼې د سرچينې له قوله ويلي، د ياد دوه ورځني رسمي سفر موخه دا ده څو پاکستان په افغانستان کې د خلکو اړتياوې و ارزوي.

په راپور کې زياته شوې، چې د اجنډا له مخې به معيد يوسف د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او له افغانانو څخه د ملاتړ په اړه به د لومړي وزير عمران خان پيغام ورته وړاندې کړي.

د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته، دا د پاکستان لوړپوړو چارواکو درېيم سفر دی چې کابل ته يې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...