Home » سیمه او نړی » زېلينسکي: پر اوکراين له بريد وړاندې دې پر روسيې بنديزونه وضعه شي

زېلينسکي: پر اوکراين له بريد وړاندې دې پر روسيې بنديزونه وضعه شي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلينسکي وايي، د روسيې او اوکراين ترمنځ پر پوله موجوده وضعيت ته پام سره اړتيا ده چې اروپايي ټولنه پر اوکراين د روسيې له بريد وړاندې پر نوموړي هېواد بنديزونه وضعه کړي.

نوموړي د اروپايي ټولنې له مشرانو سره په لېدنه کې ويلي، د اوس لپاره پر روسيې د بنديزونو لګول خورا مهم دي؛ ځکه د په خبره يې دا کار کولی شي چې په پوله کې د روسيې روانو تحرکاتو مخنيوی وکړي.

ولاديمير زېلينسکي د اروپايي ټولنې له مشرانو سره له هغې غونډې وړاندې ليدلي، چې ټاکل شوې په کې به د اروپا او د پخواني شورا اتحاد پنځو هېوادونو لکه جورجيا، ارمنيا، اذربايجان، اوکراين او مالدېف سره پر اړيکو بيا کتنه وشي.

له دې وړاندې د امريکا په شمول يو شمېر اروپايي هېوادونو خبرداری ورکړی و، که روسيه د اوکراين خلاف پوځي اقدام وکړي نو دا به يې ستراتيژيکه تېروتنه وي او له سختو بنديزونو سره به مخ شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...