د اوکراين او روسيې ترمنځ د وروستيو ناندريو په دوام سره د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي له خپل امريکايي سيال جوبايډن غوښتي، چې له اوکراين څخه د امريکا د ملاتړ ثابتولو په موخه دې کيف ته سفر وکړي.
زيلینسکي زياته کړې، کيف ته د بايډن سفر کولی شي چې اوکراين ته د ثبات په بيا راګرځولو کې پوره همکاري وکړي.
له دې سره جرمني هم تازه خبر ورکړی، داسې نښې او نښانې يې موندلي چې له مخې يې روسيه پر اوکراين د بريد هوډ لري.
په اوکراين کې د جرمني سفير ويلي، اوس د دې وخت دی چې جرمني له سترګو عينکې لرې او په اوکراين کې موجود واقعيتونه په واضيح توګه وګوري.
له دې وړاندې امريکا ويلي و، چې د اوکراين او روسيې ترمنځ په پوله کې وضعيت ته په پام سره، هره شېبه د دې احتمال شته چې روسيه پر اوکراين بريد وکړي.