Home » افغانستان » زمبابوې د څلور ویکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه

زمبابوې د څلور ویکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پیل شوې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان ملي لوبډلې زمبابوې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې، په شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ.

په افغان لوبډله کې تر نورو زیاتې منډې کریم جنت ۵۴ او دغه راز محمد نبي ۴۴ منډې د خپلې لوبډلې لپاره جوړې کړې.

که څه هم په شل اوېزه لوبو کې دا هدف لوړ نه و، خو د زمبابوې لوبډله وتوانېدله چې د شلم اور په وروستي بال سره په څلورو ویکټو دا هدف پوره او افغانستان ته ماتې ورکړي.

 دغه سیالي چې د زمبابوې په پلازمېنې هراري په لوبغالي کې ترسره کیږي، ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې به دوېمه شل اویزه لوبه د راتلوونکې جمعې په ورځ او بله هغه به د شنبې په ورځ ترسره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...