Home » سیمه او نړی » زلينسکي: مسکو دې له کېف سره پرته له ځند د سولې خبرو مېز ته کېني

زلينسکي: مسکو دې له کېف سره پرته له ځند د سولې خبرو مېز ته کېني

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي له روسيې غوښتي، چې د له ځنډ پرته دې له اوکراين سره د جګړې بندولو او سولې ته د رسېدو په موخه مذاکراتو ته کېني.

نوموړي ويلي، که مسکو د سولې په موخه خبرو ته حاضر نه شي، نو روسيه ښايي په لوړه پيمانه دومره زيان ومومي، چې د جبرانولو لپاره به يې نسلونو ته اړتيا وي.

زلينسکي دغه راز تور پورې کړی چې د روسيې ځواکونو د جګړې او درنو بمباريو له امله، له ماريو پول ښار څخه د عامو ولسي خلکو د ايستلو بهير مخه نيول شوې ده.

خو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين بيا هغې نمانځغونډې ته په وينا کې چې اته کاله وړاندې له روسيې سره د کرېميا سيمې يو ځای کېدو په مناسبت نيول شوې وه وويل، روسيه هغه پلانونه چې جوړ کړي يې دي، پلي کوي يې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...