Home » سیمه او نړی » زلينسکي: روسيه پر اوکراين سربېره پر نورو هېوادونو هم د بريد هڅه کې ده

زلينسکي: روسيه پر اوکراين سربېره پر نورو هېوادونو هم د بريد هڅه کې ده

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي خبرداری ورکړی چې پر اوکراين د روسيې بريد يوازې يو پیل دی او په خبره يې دغه هېواد په سيمه کې پر نورو هېوادونو هم د بريد فکر لري.

زلينسکي پرون په خپله يوه وينا کې يو وار بيا ټينګار کړی، چې د روسيې د بريد پر وړاندې به تر هغې چې اړينه وي مقاومت وکړي او اجازه به ورنه کړي چې روسيه خپل دا خوب رښتيا کړي.

نوموړي په سيمه کې له هېوادونو غوښتي چې د اوکراين جګړه د دوی لپاره هم مهمه ده او بايده دي چې په دې برخه کې يې ملاتړ وکړي؛ ځکه د زلينسکي په خبره، له اوکراين وروسته مالومه نه ده چې پرې د روسيې د بريد وار د چا دی.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي دا څرګندونې وروسته له هغې دي، چې روسيې يوه پوځي جنرال رستم مینیکایېف پرون څرګنده کړه چې روسيه د اوکراين پر لوېديځ د کنټرول ترلاسه کولو په حال کې ده او له دې لارې د مالدېف بېلتون‌پالې سيمې ته ځان رسول غواړي.

د نوموړي دې څرګندونو له امله پرون مالدېف د روسيې سفير احضار کړی و او په دې اړه يې خپل اعتراض ورته په ډاګه کړ.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...