د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي پرون سېشنبه ناوخته د (وري په ۱۶مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډې ته وينا وکړه.
نوموړي د خپلې وينا پرمهال په اوکراين کې د روان وضعيت په تړاو د امنيت شورا غړو هېوادونو استازو ته مالومات ورکړل.
زلينسکي يو وار بيا ادعا وکړه چې روسي ځواکونو د اوکراين په ګڼو ښارو کې د عام وژنې له امله جنګي جرمونه کړي او ټينګار يې وکړ چې روسيه بايد د خپل دې عمل حساب ورکړي.
نوموړي ادعا وکړه چې په بوچا ښار کې روسي ځواکونو د خلکو د استوګنې کورونه وران کړي او دغه راز يې په دې ښار کې يو شمېر عام وګړي هم له ټانکونو لاندې کړي دي.
ولاديمير زلينسکي په دې ښار کې د روسي ځواکونو له لوري د ملکيانو وژنې او د عامه ځايونو ورانول، د يادو ځواکونو له لوري د ترسره شوو جنګي جنايتونو يوه عمده بېلګه ياده کړې ده.
خو مسکو په ملګرو ملتونو کې د ولسمشر زلينسکي له وينا وړاندې، د بوچا ښار په اړه د کېف دا ډول ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي، چې ځواکونو يې هېڅ ډول جنګي جنايت نه دی ترسره کړی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس