په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو او لوېديځو هېوادونو پر اوکراين د روسيې د بريد احتمال زياتېدو په اړه تازه اندېښنې مطرح کړې، ورسره سم د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي له روسيې سره د خبرو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی.
نوموړي پرون ناوخت ويلي، د اوکراين امنيت د ګاونډيو هېوادونو پر امنيت پورې نغښتی او زياتوي چې اوس د دې وخت دی څو د اوکراين امنيت په اړه له هېوادونو او حتا له روسيې سره خبرې وشي.
ولسمشر زلينسکي ټينګار کړی چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او اړتيا ده چې ستونزه د خبرو له لارې غوڅه شي. نوموړي له روسيې سره د ستونزې حلولو په موخه په هر چوکاټ کې د مذاکراتو کولو ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه ملګرو ملتونو ويلي، روسيه پر اوکراين بريد کولو ته خورا نږدې شوې او زياته کړې يې ده چې پر ياد هېواد د روسيې د بريد مخنيوي په موخه بايد له ممکنه سولهييزو لارو چارو ګټنه وشي.