د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی خبر ورکوونکی ريچارډ بنت وايي، چې پر ملکي وګړو هر ډول بريد د اصولو خلاف عمل دی او زياته کړې يې ده چې دوی بايد له هر ډول بريد خوندي وي.
نوموړي په خپل ټوېټر کې په مزار شريف ښار کې د سې دوکان په نوم د هغه جومات د لېدنې خبر ورکړی، چې موده وړاندې د لمانځه پرمهال په کې چاودنه شوې وه.
بنت ويلي، چې په نوموړي جومات کې پر لمونځ کوونکو شوی بريد خورا بوږنوونکی دی. ريچارډ بنت زياته کړې چې پر ملکي وګړو د بريدونو کوونکي بايد د حساب ورکولو ته راکش کړای شي.
په سې دوکان جومات کې پر شعيه افغانانو چاودنه شوې وه، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۵۰تنه شهيدان او له لږ تر لږ ۱۰۰ تنه نور ټپيان شول.