Home » افغانستان » رونالد نیومن:که مذاکرات ناکام شي، د امارت نه بلکې د حکومت ملاتړ کوو
رویداد خبري آژانس

رونالد نیومن:که مذاکرات ناکام شي، د امارت نه بلکې د حکومت ملاتړ کوو

د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې امریکا د امارت نه بلکې د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي.

په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالد نیومن په تازه مرکه کې ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده، خو په دې سره د امریکا او افغانستان ستراتژیک تړون ته هېڅ ډول زیان نه رسي.

دده په خبره که طالبان پر ژمنو عمل و نه کړي، افغان حکومت په رسمیت و نه پېژني او بین الافغاني خبرې ناکامې شي نو امریکا به بیا هم د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکړي.

نیومن وایي د امریکا په کانګریس، کابینه او ټول حکومت کې دا نظر موجود دی چې دوی د امارت د راتګ مخالفین دي او افغان حکومت ته د یوه ستراتژيک ملګري په سترګه ګوري.

دغه امریکايي دیپلومات هیله ښودلې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...