Home » افغانستان » روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۷۱۶ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې له کرونا وبا د مړیني کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو په همدې ویروس اخته ۴۰۴ ناروغان بېرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زره او ۴۲۰ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۱ زره او ۶۳۸ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...