د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۶۵ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۱۷ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۸۷۲ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې له کرونا وبا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو پر یاد ویروس اخته دوه کسان بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا ناروغۍ یو زر او ۴۳۶ کسان مړه شوي او ۳۲ زره او ۵۰۵ نور بیا بېرته رغېدلي دي.