Home » افغانستان » روغتیا وزارت:نن د هېواد په۲۰ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:نن د هېواد په۲۰ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره له نن څخه د پولیو ضد واکسین کمپاین پلېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۱۴(وږې۲۴) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پولیو ضد واکسین به سر له نن دوشنبې بیا د وږې تر ۲۸مې د هېواد۲۰ ولایتونو کې تر سره شي.

خبرپاڼه وايي چې د یاد واکسین پر مهال به ۶.۱ میلیون تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د کرونا ویروس رامنځته کېدو له امله د تیرې فبرورۍ میاشتې څخه بیا تر جولای میاشتې د پولیو ضد واکسین کمپاینونه ځنډول شوي و.

روغتیا وزارت ویلي چې نژدې لس میلیونه تر پنځه کالو کم عمره ماشومان له واکسین څخه بې برخي و او د ګوزڼ له ګواښ سره مخ وو.

د عامي روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني ویلي:”موږ اجازه نشو ورکولای چې ګوزڼ یا پولیو د ماشومانو ژوند ورتباه کړي. زه له ټولو والدینو څخه هیله لرم چې د واکسین کارکوونکو ته په خلاصه غیږ هرکلی ووايي او خپل ماشومان واکسین کړي. د افغانستان راتلونکی په دې پوري تړلی چې څنګه موږ ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو په وړاندي د واکسین کولو سره ژغورو.”

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په روان کال کې تراوسه ۴۶ د پولیو پېښې رامنځته شوي چې ۳۲ يې په جنوبي حوزه کې دي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...