دافغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۴۷۶ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۵۹ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۰۰ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته څلور کسان مړه شوي او ۵۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس