Home » افغانستان » روغتیا وزارت:افغانستان کې د کرونا ۱۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:افغانستان کې د کرونا ۱۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۸۵ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۱۴ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۶۸ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې له کرونا وبا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو ۴۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا یو زر او ۴۵۸ کسان مړه شوي او ۳۲ زره او ۷۸۹ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...