د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۸۲ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۵۳ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۱۴۱ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې له کرونا وبا درې تنه مړه شوي او ۴۵ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۴۸۸ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۳ زره او ۵۶۱ ته لوړ شوی دی.