روسي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کیروف سیمه کې د یوې چورلکې د نسکوریدو په پېښه کې څلور کسانو خپل ژوند بایللی دی.
رسنیو (شنبه، د عقرب۵مه) د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت له قوله ویلي چې Mi-2 ډوله هیلیکوپټره د پخواني شوروي اتحاد پر مهال جوړه شوې وه، چې پرون یې د کیروف سیمې اړوند«بیلیینکي» کلي ته څېرمه نسکوره شوې ده.
د معلوماتو پر اساس په دې چورلکه کې د پیلوټ تر څنګ یو ډاکټر او دوه روغتیايي کارکوونکي هم موجود وو.
بلخوا روسیي چارواکو ویلي چې د یادې پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.