روسي رسنيو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د يوې ټرانسپورټي الوتکې لوېدو په پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيا شوي دي.
د روسيې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، L-410 ډوله ياده الوتکه چې اير کلب په نوم د يوه شرکت اړوند ده، پر دوو تنو عملې سربېره په پراشوټ کې راښکته کېدونکي کسانو د يوې ډلې لېږدولو په حال کې وه چې منزيلېنسکي ښار ته نږدې پرېوته.
د روغتيا وزير بيا ويلي چې په پېښه کې ټپي شوي ۴ کسان روغتونو ته لېږدول شوي خو په خبره هيې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ نه دی.
روسي چارواکو خبر ورکړی چې د يادې پېښي د رامنځته کېدو علط په اړه يې څېړنې پيل کړي دي او ژر به يې پايلې هم له رسنيو سره شريکې کړي.