Home » افغانستان » روسيې او پاکستان د افغانستان سولې په اړه پر همکاريو هوکړه وکړه

روسيې او پاکستان د افغانستان سولې په اړه پر همکاريو هوکړه وکړه

روسيې او پاکستان هوکړه وکړ چې په افغانستان کې د سياسي تفاهم له لارې به سولې ته د رسېدو په برخه کې خپلې همکارۍ زياتې او دوامداره کړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت تازه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د روسيې له بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف سره په ټليفون خبرې کړې او د يادو خبرو په ترڅ کې د دوه اړخېزه مسايلو ترڅنګ د افغانستان سولې په اړه پر ګډو همکاريو هم توافق شوی.

د اعلاميې له مخې دواړه لوري سلا شوي، چې د مذاکراتو له لارې سياسي توافق ته د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د رسولو په موخه له نږدې کار وکړي.

لاوروف او قرېشي په افغانستان کې د تاوتريخوالي روانه کچه لوړه بللې او ويلي يې دي چې د تاوتريخوالي په زياتولو سره د افغانستان مسئله د حل وړ نه ده.

شاه محمود قرېشي پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲۴مه نېټه) په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د ګډ ډيالوګ پرانيستې پرمهال وويل، پاکستان بايد د افغانستان روانو بد امنيو له امله پړ ونه بلل شي.

نوموړي زياته کړې وه که ولسمشر غني امريکا ته د خپل سفر په ترڅ کې پاکستان د افغانستان له سولې پروسې سره په نه همکارۍ تورن کړي، نو په دې برخه کې هېڅ راز مسوليت منلو ته نه دی چمتو.

له هغې وروسته چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل پيل شول، ورسره سم وسله‌والو طالبانو هم د تاوتريخوالي کچه تر اخيري حد لوړه کړه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...