Home » سیمه او نړی » روسيه: په اوکراين کې بشري حقونه مراعت او عمليات د پلان مطابق روان دي

روسيه: په اوکراين کې بشري حقونه مراعت او عمليات د پلان مطابق روان دي

روسي چارواکو خبر ورکړی، چې په اوکراين کې د روسي ځواکونو له لوري جګړه (روسيه يې ځانګړي عمليات بولي) له ترتيب شوي پلان سره سم مخ ته روان دي او په خبره يې د روسيې ټول اهداف به په کې خوندي وي.

د دې هېواد دفاع وزير سرګي شويګو پرون يوه خبري کنفرانس ته ويلي، چې د يادو عملياتو پرمهال بشري حقونه په جدي توګه مراعت کېږي او تمرکز پر دې دی، چې د اوکرايني ځواکونو اړوند د قوماندې مرکزونه، نظامي هوايي ډګرونه، د مهماتو زيرمتونونه او نور نظامي بنسټونه په خورا دقت سره نښه شي.

شويګو زياته کړې، چې په اوکراين کې د روسي ځواکونو د جګړې چټکتيا کمول او ورو پرمختک په دې موخه دي، چې ملکي خلکو ته د زيان له اوښتو مخنيوی وشي.

د نوموړي په خبره، په هغو سيمو کې چې د روسي ځواکونو له لوري نيول شوي، امنيتي او د ژوند نورې اسانتياوې خلکو ته برابرې شوي دي.

خو برعکس لوېديځ هېوادونو بيا تور پورې کوي، چې روسيې د اوکراين په ګڼو سيمو کې جګړه شديده کړې او هېڅ راز بشری اصول نه مراعتوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...