رپوټونه وايي د روسیې پلازمېنه مسکو کې د دوشنبې سهار وختي د بې پیلوټه الوتکې بریدونه شوي چې دوو ودانیو ته پکې زیان اوښتی.
مسکو د دغو بریدونو تور پر اوکرایین پورې کړی دی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي دوه ډرون یا بېپیلوټه الوتکې یې راغورځولي دي او دا چې په دې پېښه کې مرګژوبله نه ده اوښتې.
له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې دا “ترهګریز” برید بلل شوی دی.
د روسیې تاس دولتي خبري اژانس په وینا له دوی یو ډرون د روسیې د دفاع وزارت ودانۍ ته نږدې راپرېوتی.
د اوکرایین حکومت تر اوسه د دغه برید خبر ته غبرګون نه دی ښودلی.