Home » افغانستان » روانه میاشت سمرقند کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي

روانه میاشت سمرقند کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي

ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه او روسیه په ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر مهمو پېښو خبرې وشي.

ټاس خبري اژانس د افغانستان په چارو کې د روسيې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ليکلي دي، چې د زيږديز کال په روانه مياشت کې به د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د وضعيت په اړه ناسته وشي.

کابلوف وايي چې په ياده غونډه کې به د افغانستان د ګاونديو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي.

بل خوا کابلوف، د پنځه ډلې په اړه، چې په دې وروستيو کې د مسکو او ايران له لوري د افغانستان د مسئلو د حل په موخه وړاندیز شوې، وايي چې د يادې ډلې په چارو کې د هند د حضور په اړه د پاکستان د نه همغږۍ له امله هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

خو د افغانستان سرپرست حکومت وايي هره ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، بايد د اسلامي امارت استازی وروبلل شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...