Home » افغانستان » رحماني وکیلانو ته: خپلو ولایتونو ته لاړ شئ او د وسله والو پر وړاندې جګړه وکړئ
رویداد خبري آژانس
د ولسي جرګې رییس، میر رحمان رحماني

رحماني وکیلانو ته: خپلو ولایتونو ته لاړ شئ او د وسله والو پر وړاندې جګړه وکړئ

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وایي، د ولس استازي باید خپلو ولایتونو ته ولاړ شي او له خپلو سرتیرو سره څنګ پر څنګ د وسله والو طالبانو پرضد جګړه وکړي.

رحماني دغه راز ویلي، چې دولت باید د کابل هوايي ډګر چارواکو ته لارښوونه وکړي چې د ولسي جرګې هېڅ غړی ته له هېواد څخه بهر ته د تلو اجازه ورنه کړي.

نوموړي نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه نېټه په عمومي غونډه کې د جرګې کورني امنیت او د دفاعي چارو کمېسیون ته دنده وسپارله، چې هېواد کې له روانو ناامنیو وتلو لپاره یوه د پلي کېدو وړ طرحه برابره کړي.

د رحماني په خبره ولسمشر محمد اشرف غني به د روان ناسم امنیتي حالت په اړه، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو سره وویني او د هغوی وړاندیزونه به واوري.

ښاغلی رحمانی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د یو شمېر ولایتونون په ولسوالیو خپل بریدونه ډېر کړي دي او د ولسوالیو د نیولو ادعاوې کوي.

تازه د ملي دفاع وزارت ویلي، چې امنيتي ځواکونو د کندوز خان اباد او د قاریاب دولت اباد ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیول شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...