د کابل ایوبي لوبغالي کې د اتلانو شل اوریزه لیګ پایلوبه کې کابل زلمي لوبډلې ۲۵۵ منډې هدف خان اکاډمۍ ته وټاکه.
رحمان الله ګربز د ۸ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ یوازې په ۴۲ توپونو ۹۳ منډې جوړي کړې، د نوموړي ترڅنګ وسیم خان بیا په ۳۲ توپونو ۶۰ منډې ترلاسه کړې.
د خان اکاډمۍ توپ اچوونکو کې بریال افغان ۳ او ناصر توتاخېل ۲ لوبغاړي وسوځول.
اوس خان اکاډمۍ د هدف ترلاسه کولو پسې خپله توپ وهنه کوي.