امریکايي رسنیو د امریکا د ولسمشر له قوله خبر ورکړی چې د راتلونکې اوونۍ په اوږدو کې د اسراییل او حماس ترمنځ د نوي اوربند د رامنځ ته کېدو احتمال شته.
اسکای نیوز د سه شنبه د کب ۸مه راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن نیویارک ښار ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې هیله ښودلې چې د مارچ په څلورمه به نوی اوربند پیل شي.
له بلې خوا الجزیرې خبر ورکړی، چې اسراییلو په پاریس کې د وروستۍ غونډې پر مهال د اوربند او د بندیانو د تبادلې په تړون موافقه کړې ده.
اسراییلي چارواکو له حماس سره د غیر مستقیمو خبرو اترو په ترڅ کې، د نظامي خدمت لپاره د قانوني عمر لرونکي فلسطینیانو په استثنا سره، شمالي غزې ته د فلسطیني کډوالو د تدریجي راستنیدو په شرط د اوربند نوی تړون لاسلیک کړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې چې اسراییلو د حماس له هغه وړاندیز سره هم موافقه کړې چې د بشري مرستو زیاتول، د بې ځایه شویو د لېږد لپاره د لنډمهاله موټرونو چمتو کول او په غزه کې د یو شمېر تجهیزاتو بیارغول پکې شامل دي.
د دغه راپور له مخې، تل اویو د غزې تړانګې د ۴۰ اسراییلي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د ۴۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو وړاندیز هم منلی دی.