Home » افغانستان » رئيس‌الوزرا: د بشري حقونو مدافع هېوادونه په افغانستان کې بشري حقونه نقضوي

رئيس‌الوزرا: د بشري حقونو مدافع هېوادونه په افغانستان کې بشري حقونه نقضوي

رئيس‌الوزرا مولوي محمد حسن اخند وايي، يو شمېر هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب چيغې وهي، په خپله بشري حقونه نقضوي.

نوموړي چې نن يې د افغانستان د اقتصادي ستونزو هواري په يوه ورځني کنفرانس کې خبرې کولې وويل، يادو هېوادونو د افغانستان شتمنۍ په کنګل ساتلو سره افغانان له ناورين سره مخ کړی دی.

اخند له نړيوالو وغوښتل چې په افغانستان کې له موجوده بشري ناورين څخه د راوتلو په موخه اړينه ده چې د تفاهم لار غوره شي او ډاډ يې څرګند کړ چې اسلامي امارت د دغه کار کولو لپاره چمتوو دی.

نوموړي په ورته کې دا هم ويلي، چې د تېرو دوو لسيزو پرمهال د نړيوالو مرستې له افغانستان سره د يوه منظم ميکانېزم پر بنسټ نه وې او له همدې کبله د مرستو په بندېدو سره، په افغانستان کې اقتصادي وضعيت خراب شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...