Home » افغانستان » کومانډو ځواکونو کونړ کې د داعش مهم غړی نیولی دی
رویداد خبري آژانس

کومانډو ځواکونو کونړ کې د داعش مهم غړی نیولی دی

په افغانستان کې د داعش ډلې کليدي غړى خان سعید  نيول شوی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان کومانډو  ځواکونو د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په ګل درې سیمه کې په یو لړ شپني عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې کلیدي غړی خان سعید نیولی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د داعش ډلې کليدي غړي خان سعيد په افغانستان کې د داعش ډلې اکمالاتي مسٶل ٶ. دغه وزارت لیکلي،په ياد عملياتو کې د داعش ډلې شپږ ميله وسلې څو عدده مخابرې، موبايلونه او سيمکارتونه د افغان کومانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اختر په دريمه ورځ داعش ډلې د جلال اباد ښار په محبس بريد کې ګڼ شمير خلګو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...