Home » افغانستان » دفاع وزارت: میدان وردګ کې د څرخي الوتکې نسکورېدو ۹ کسان وژلي
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: میدان وردګ کې د څرخي الوتکې نسکورېدو ۹ کسان وژلي

د افغانستان دفاع وزارت وایي د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د هوایي ځواک د یوې څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې نهه کسان وژل شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې پېښه تېره شپه شوې او په وژل شوېو کې د څرخي الوتکې ۴ تنه عمله او ۵ امنیتي ځواکونه شامل دي.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې الوتکې د نسکورېدو په اړه څېړنې کوي.

د هوایي ځواک یوې سرچینې او د میدان وردګو یوه ځایي چارواکي رویټرز ته ویلي، دا څرخي الوتکه د پورته کېدو پر مهال په توغندي ویشتل شوې ده.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...