د افغانستان ملي دفاع وزارت نن یکشنبه د سلواغې په ۲۶ مه نیټه په یوه اعلامیه کې وویل چې په زابل کې یې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۸ تنه وسلوال یې وژلي دي.
یاد وزارت په اعلامیه کې لیکلي چې هوايي قواوو زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې طالبانو پر وړاندې هدفمند عملیات ترسره کړي دي.
دفاع وزارت په دې اعلامیه کې ویلي چې د عملیاتو پر مهال ۱۰ تنه نور وسلوال طالبان ټپیان شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي د وسلوالو ۲ مورچلې، ۲ پټنځایونه, یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.