د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري وروستیو تاوتریخوالي ته په کتو به بهرني ځواکونه وضعیت ته په کتو دا هېواد پرېږدي.
د دغه وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبې (غبرګولي ۳۱مه نېټه) ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو سرعت به د دغه هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو بدلون کوي.
د کربي په خبره، چې که له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د وتلو بهیر هر څومره چټک وي، خو که په دغه هېواد کې وضعیت د لا خرابېدو په حال کې شو، نو دوی به د سرتېرو د ایستلو په برخه کې له انعطافه کار واخلي.
جان کربي پر وسله والو طالبانو تور پورې کړ، چې په وروستیو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر کړی او د بهرنیو ځواکونو د وتلو له بهیر سره سم یې په هېواد کې جګړې ته زور ورکړی.
کربي دا هم ویلي، چې که وضعیت تر دې لا خرابېږي، نو د سپتمبر تر ۱۱ مې افغانستان په بشپړه توګه نه شي پرېښودای او د خپلو ځواکونو د ایستلو د بهیر سرعت به کم کړي.
د امریکا د دفاع وزارت په خبره، چې د دوی چارواکي د افغانستان روان وضعیت څاري او له دغه هېواده د وتلو په برخه کې هر ګام په پوره احتیاط پورته کوي.