نن د ۱۳۹۹ کال د تلې ۱۲مه د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په ارزګان ولایت کې د ۱۸ چاودنو مخه نیول شوې.
یاد وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اړوند سیمو کې ۱۸ هغه بوشکه یي بمونه نیولي چې د وسلوالو له لوري د ملکي خلکو د وژلو په موخه په عمومي او فرعي سړکونو کې ځای پر ځای شوي و.
پدې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد بمونه د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د انجنیري تیمونو له خوا کشف او شنډ شول.